په نړی کی د کرونا (Covid-19) مثبتی بیښې

کرونا په نړۍ کې، تر دې دمه نږدې ۱۲۰ زره کسان مړه شوي دي.
په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر دوو میلیونو ته په نږدې کېدو دی. د راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۹۲۵۲۲۴ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. له دې ډلې ۱۱۹۷۰۲ کسه یې مړه شوي او ۴۴۷۹۴۸ کسه بېرته ترې روغ شوي دي. امریکا کې د مړو شمېر ۲۳۶۴۰ ته رسېدلی او مثبتې پېښې پکې ۵۸۶۹۴۱ دي. هسپانیا کې مثبتې پېښې ۱۷۰۰۹۹ او د مړو شوو شمېر ۱۷۷۵۶ کسه دی. په ایټالیا کې مثبتې پېښې ۱۵۹۵۱۶ او د مړو شوو شمېر پکې ۲۰۴۶۵ کسه دی. فرانسه کې یې ۱۴۹۶۷ کسه مړه کړي او ۱۳۶۷۷۹ کسه ورباندې اخته دي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ