د مرکزي لابراتوار مشر د کرونا د یوه متخصص ډاکټر د رضاکارانه کار مخه ډب کړې


عبدالرقیب سایل 














Apr 15, 2020 

























































































































































کابل(پژواک، ۲۷وری ۹۹) د سیف الرحمن پښتون په نوم یو ډاکتر ادعا کوي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره یې د ماليکيولر بيالوجيسټ په توګه د عامې روغتیا وزارت سره د وړیا همکارۍ وړاندیز وکړ، خو د مرکزي لابراتور مشر وګواښه او ورته یې وویل چې اړتیا ورته نه لري.

خو دعامې روغتیا وزارت دده ادعا ردوي او وایي چې ده سره یې له نږدې خبرې کړې ، سي وي يې ترې اخیستې او د روغتیا نړیوال سازمان له مسوولینو سره یې شریک کړی دی.

ډاکټر پښتون د  وري په ۲۷مه،  خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې پر عامې روغتيا وزارت غږ وکړ، که اړتیا وي نو دی به د رضاکار په توګه کار وکړي خو د مرکزي لابراتوار امر لخوا وګواښل شو او ورته یې وویل چې ورته اړتیا نه لري.

دی وايي:"شاوخوا ۱۵ کاله د ويروس په تشخيص کې عملى تجربه لرم، په افغانستان کې د تور زیړي مسئلې په اړه زما څېړنه په ۲۰۱۱ کال کې د انګلستان په هېواد کې تایيد شوې او په Viroligy Journal کې خپور شوی او پاکستان کې د قاید عظم له پوهنتون څخه د مایکرو بیالوژي برخه کې ماسټري هم لرم".

پښتون زیاته کړه : " څو ورځې وړاندې مې په خپل فسبوکپاڼه کي  لیکلي وو، چې که اړتیا وي نو د یوه مسلکي ماليکيولر بيالوجيسټ په توګه به د کرونا مخنیوي لپاره کار وکړي چې بیا د عامې روغتيا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان درې ورځې وروسته راته زنګ وکړ او ویې ویل چې د وزارت دخدماتو  د وړاندې کولو رییس به درسره وګوري. "

هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت مرستیال پوښتنه کوله چې څومره تنخوا غواړې خو ده ورته وویل چې تنخوا نه غواړي او نه دندې ته اړتیا لري، غواړي د خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د پښتون په وینا، د وزارت د خدماتود وړاندې کولو ريیس عاشق خان سعادتي سره یې هم ولیدل، هغه په ډاګه کړه چې ورته اړتیا لري او ژمنه یې وکړه چې ژر به د کرونا د یوه يونټ مشري درکړل شي.

ده زیاته کړه :"ده هم د تنخوا پوښتنه راڅخه وکړه ما  سعادتي ته په واضح ډول وویل چې معاش نه غواړم، په وياړ درسره کار کوم؛ هغه ډير خوشاله شو او زما سي وي یې وغوښتنه."

دی وايي، خو هماغه ورځ د مرکزى لابراتوار آمر نصیر ستانکزی خبر شو، راغى او یې وويل چې ټيم یې پوره دې، هېچا ته اړتيا نه لري؛ دا په داسې حال کې ده چې په مرکزى لابراتوار يو ماليکيولر بيالوجيسټ هم نه لري.

ډاکټر پښتون زیاتوي: "دا خو پريږده خداى شته چې ډير سخت يې تهديد هم کړم، زه هک حيران پاتې شوم چې خدايه له څنګه یوه انسان سره مخامخ شوم، داسي الفاظ یي راته وکارول چي زه یې د ملي ګتو لپاره له خلکو سره نه شم شریکولی."

بلخوا د افغانستان طبي اتحادیې په یوه خبرپاڼه کې له ډاکتر سیف الرحمن پښتون څخه د مننې او ستاینې ترڅنګ له ولسمشر او لویې څارنوالي غواړي چې په دې اړه باید څېړنې وشي.

سرچینې زیاته کړې:"څه فکر کوئ چې د لابراتوار امر په خپل یو مسلکي کس ته اخطار ورکوي چې موږ ځای یې نه لرو او کله چې یو معین او رئیس امر ورکوي او یو څوک مالي غوښتنه هم ونه لري نو ولې ترې انکار باید وشي."

خو د مرکزي لابراتور امر نصیر ستانکزي پژواک ته وویل چې ده ډاکټر پښتون نه دی تهدید کړې بلکې د لابراتوار اصول یې ورته تشریح کړي، د زده کړو او کاري سابقې غوښتنه یې ترې کړې ده خو هغه یې خبرې ناسمې درک کړې دي.

 د عامې روغتیا وزارت د خدماتو رییس عاشق خان سعادتي پژواک ته وویل:"له سیف الرحمن پښتون سره زه کېناستم، ډېر با استعداده سړی دی، ما یې سي وي واخیسته او ډلو اېچ او (WHO) ته مې لېږلې ده چې له هغه طریقه یې استخدام کړو او یو څه پیسې به ورته اوس ولیږو؛ که اوس هم غواړې نو را دې شي هېڅ مشکل نشته."

دی وايي، له ډاکټر پښتون سره یې خبرې وکړې، وزارت ته به یې د یوې غونډې په ترڅ کې راوغواړي او ستونزه به یې حل شي خو که دلابراتوار امر یادې خبرې کړې وې تېروتنه یې کړې ده.

دغه راز د دغه وزارت سلاکار وحیدالله مایار هم تېره ورځ خبری آژانس ته وویل چې سیف الرحمن پښتون به حتمي وګوماري او ښه تنخوا به هم ورته ورکړي.

دی وايي: "سل په سلو یې نیسو، موږ له WHOیو ښه معاش ورته اخلو ځکه یو لایقه سړی چې سیستم ته راولې نو باید ښه معاش ورکړل شي خو یو شی باید ووایم چې مسلکي بخالت شته دی؛ حتماً په ټېټه سویه کې چا زړه توری کړی و، هغه مهم نه دی."

دا په داسې حال ده چې په هیواد کې کرونا په تیزۍ سره خپریږي، تر اوسه ۷۸۴ کسان پرې اخته او شاوخوا ۲۵ کسان مړه شوي دي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ