د افغانستان یوولس ولایتونو کې د کرونا تازه ۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوي.
د افغانستان روغتیا وزارت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۷۰ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ چې ۳۱ یې یوازې په کابل ولایت کې دی.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن سه شنبه اپریل ۱۵ (وري ۲۷) خبریالانو ته وویل چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته ورسېد.
ښاغلي مایار زیاته کړه چې له دغو تازه پېښو څخه (کابل 31، هرات 22، کندهار 3، غزنی 3، وردک 2،کونړ 2، ننگرهار 2، فاریاب 1، ارزگان 1، نیمروز 2 او بغلان 1) کې ثبت شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کروناویروس له امله ۲۳ تنه مړه شوي او ۴۰ نور له دغه ناروغۍ څخه بیرته روغ شوي دي.
ښاغلي مایار زیاته کړه چې د ډاکټر اریوبي په نوم د کابل د «صحت طفل» روغتون یو ډاکټر او خور یې چې په پدې وروستیو کې له امریکا څخه هیواد ته راغلي و د کروناویروس له امله ساه ورکړې ده.
هغه په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو زیاتېدو خبر داری ورکړ او له خلکو څخه یې وغوښتل چې له یاد ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د روغتیا وزارت وقایوي لارښوونې عملي کړي.
در بیست و چهار ساعت گذشته، 542 نمونه مشکوک ویروس کرونا در لابراتوار های وزارت صحت عامه تست گردید که از آنجمله 70
مورد مثبت ویروس کرونا در کشور ثبت گردید (کابل 31، هرات 22، کندهار 3، غزنی 3، وردک 2، کنر 2، ننگرهار 2، فاریاب 1، ارزگان 1، نیمروز 2 و بغلان 1).
تعداد مجموعی واقعات مثبت در کشور به 784 رویداد رسیده است.
وزارت صحت عام
مورد مثبت ویروس کرونا در کشور ثبت گردید (کابل 31، هرات 22، کندهار 3، غزنی 3، وردک 2، کنر 2، ننگرهار 2، فاریاب 1، ارزگان 1، نیمروز 2 و بغلان 1).
تعداد مجموعی واقعات مثبت در کشور به 784 رویداد رسیده است.
وزارت صحت عام
نظرات
ارسال یک نظر