د افغانستان شپږو ولایتونو کې د کرونا تازه ۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۴۹ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ چې ۱۸ یې یوازې په کابل ولایت کې دی.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن سه شنبه اپریل ۱۴ (وري ۲۶) خبریالانو ته وویل چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴  ته ورسېد.
ښاغلي مایار زیاته کړه چې له دغو تازه پېښو څخه ۱۵ کندهار، ۴ هرات، ۶ بلخ، ۲ ننګرهار، ۴ غزنی او ۱۸په  کابل کې ثبت شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کروناویروس له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۸ نور له دغه ناروغۍ څخه بیرته روغ شوي دي.
ښاغلي مایار زیاته کړه چې د ډاکټر اریوبي په نوم د کابل د «صحت طفل» روغتون یو ډاکټر او خور یې چې په پدې وروستیو کې له امریکا څخه هیواد ته راغلي و د کروناویروس له امله ساه ورکړې ده.
هغه په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو زیاتېدو خبر داری ورکړ او له خلکو څخه یې وغوښتل چې له یاد ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د روغتیا وزارت وقایوي لارښوونې عملي کړي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ