کابل کې یو بل ډاکټر هم له کورونا وېروس مړ شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په کابل کې یو بل افغان ډاکټر هم په کورونا وېروس له کبله مړ شوی دی. ډاکټر یوسف اریوبي په کابل کې د (صحت طفل) روغتون کې دنده ترسره کوله او پرون د شنبې پر ورځ یې له څه موده ناورغۍ پرته ساه ورکړه.
له دې وړاندې د حنیف الله حنیف په نامه هم یو بل افغان ډاکټر هم کابل کې د کورونا وېروس قرباني شوی و.
بل لور ته د د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر کورونا وېروس د اخته شویو ۵۲ نورې پېښې هم ثبت کړې دي.
له دغو نویو پېښو سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷ ته ورسېد.
د ډاکټر یوسف اریوبي کشر ورور کمال اریوبي بي بي سي ته وویل، ورور یې څه موده وړاندې ناروغه شو، او ورسره یې کور کې یوه خور هم په دې وېروس اخته شوه.
کمال اریوبي وایي، لومړی یې خور څو ورځې وړانډې مړه شوه، او پرون یې ورور ډاکټر یوسف اریوبي هم ساه ورکړه.
د ډاکټر اریوبي مړی پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د ده پلرني کلي ته لېږدول شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل ددې ۵۲ مثبتو پېښو له ډلې يې ۲۸ په کابل، ۸ په کندهار، په هرات کې ۷، په بلخ کې څلور، بامیان کې دوه او په ننګرهار، هلمند او پکتیا کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې.
ښاغلي مایار زیاته کړه چې تر دې دمه له دې وېروس څخه ۳۸ کسان رغېدلي او ۱۹ تنه مړه شوي دي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ